زموږ خبره


موږ څوک یو ... ولې روهي وېبپاڼه  ؟  
 روهي وېبپاڼه، چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان  کې  فعالیت کوي  او لوستونکې یې پر هېواد سربېره دنړۍ په هر ګوټ کې شته. دخبرونواو ورځپاڼو 95% لوستونکي  اوس خپل داړتیا وړ مالومات له انټرنیټي وېبپاڼو، فیسبوک او ټویټر څخه اخلي او ایله 5%  یې ورځپاڼې لولي .
اوس چې د نړۍ معتبرو ورځپاڼو لکه نیوزویک، کریسټیان ساینس مونیټور د بودیجې دکمښت له کبله  برېښنايي جال ته مخه کړې ده،چې نه دچاپخونې، دفتر او نورو اړتیاوو اندېښنه شته.  دافغانستان په څېر هېواد کې بیا دیوې معتبرې ورځپاڼې، اونیزې چاپ،چې په خپلو امکاناتو چاپ شي ناشونې خبره ده. موږ هم هڅه وکړه،چې دعصر له غوښتنو او خپلو امکاناتو په چوکاټ کې  دا ځل روهي ویبپاڼه په نوي ډیزاین او منځپانګې راووځي .
روهي ویبپاڼه خپلواکه او ناپیېلې ده. اوسمهال، چې افغانستان دبیان له بېسارې ازادۍ  څخه برخمن دی موږ به یوځای دخپل ولس غږ  منعکسوو  موږ دهیچا دتندي ګونځو ته نه ګورو خو ټولو ته په یوه سترګه ګورو . زموږ موخه  زموږ لوستونکي دي . موږ په داسې یوه جغرافیه کې ژوند کوو، چې یو کړکيچ لا پای ته نه وي رسیدلې، چې بل سر راپورته کړي  روهي ویبپاڼه به هڅه کوي ،چې خپلو لوستونکو ته  دهېواد ، سیمې او نړۍ په اړه  کره مالومات وړاندې کړي . 
له بده مرغه په افغانستان کې  ځینې رسنۍ له پېښې سره هغه ډول چلند کوي،چې د  بسپنه ورکونکې اړخ له ګټو سره سمون خوري نه  زموږ دخلکو او هېواد له ګټو سره موږ به له ډار پرته هغه څه خپروو ،چې زموږ دخلکو او هېواد ګټې  خوندي کړي .
موږ نه غواړو،چې حقیقت  پټ کړو؛  روهي ویبپاڼه پردې باور ده ، چې هره پېښه  دوه مخه لري ځکه  خو موږ هر فکري تګلوري ته  له کوم تبعیض پرته  په خپله  پاڼه کې ځای ورکوو دبل دنظر درناوی  کوو که څه هم زموږ له هغه سره مخالف وي، خو دا مخالف نظر باید زموږ   دولس له دود ، دستور ، دهېواد درسنیو قانون  سره په ټکر کې نه وي .
روهي ویبپاڼه دا دعوه نه کوي ،چې  تېروتنه  به نه کوي . هرکله که  موږ تیروتو، سمدلاسه  به  موږ اعتراف کوو،چې دلته  مو پښه ښویدلې ده، له مقابل لوري به  ښکاره معذرت غواړو او دا زموږ په زیان نه ده .
موږ پردې باور یو،چې دنړیوالتوب په پېر کې  زموږ  دود ، کلتور ، دین له ګواښ سره مخ دی ، خو موږ به  یوازې دخپلو خلکو ګټه  منعکسوو. روهي ویبپاڼه  پر سمتي ، نژادي ، ژبینو توپیرونو باور نه لري، موږ ژمنه کوو،چې  قومي  کرکو ته به لمن نه وهو او نور هغه  که وګړي وي یا ډلې  دا کار کوي موږ به یې خپلو خلکو ته رسوا کوو . روهي ویبپاڼه دا دعوه نه کوي،چې له نورو غوره ده  زموږ لوستونکي به دا حکم کوي ځکه  موږ دخپلو لوستونکو پر پوهه او زیرکتیا پوره باور لرو، خو موږ به له هغه چا سره ولاړ یو،چې دخپل عقل ، هېواد او کلتور درناوی کوي.
دا ځل  به روهي ویبپاڼه  نوې تجربه وي ، موږ  له خپل اوه کلن  مزل څخه  ډېر څه زده کړي دي، ویبپاڼه  به  هره ګړۍ  خپلو لوستونکو ته  شېبه پرشېبه  نوي مالومات وړاندې کوي .

د يوه خپلواک، اباد او پر ځان بسيا افغانستان په هيله.
مننه
د روهي ويب پاڼې اداره
mailrohi@gmail.com

د ویب پاڼې مسول مدیر- نیک محمد ویال
 weyal@ya.ru

Top